د آمو ټلوېزیون موندنې ښيي چې ایراني پوله ساتونکو په تېرو نږدې دوو کلونو کې، شپږ ځله د افغان وګړو پر هغو ډلو ډزې کړې دي چې ایران ته روان وو. وروستۍ پېښه د روان لمریز کال د چنګاښ په ۸مه د اسلامقلا پر پوله شوې ده. د رپوټونو له مخې، په دغو ډزو کې پنځه افغان وګړي مړه شوي دي.
په دغه رپوټ کې د دې پېښې له دوو تنو ژوندي پاتې شویو، حفیظالله او امانالله سره خبرې شوې دي.
حفیظالله او امانالله د فراه اصلي اوسېدونکي دي. دوی وايي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې په ۲۲مه، کله چې یې د هېوادوالو له یوې ډلې سره غوښتل ایران ته ننوزي، د سراوان په کلګان سیمه کې د ایراني پوله ساتونکو تر برید لاندې راغلل.
حفیظالله وايي چې هغه او ورور یې له دغه برید څخه ژوندي وتلي، خو درې تنه ملګري یې د دوی د سترګو پر وړاندې مړه شول.
هغه وايي: «موږ ناست وو چې ډزې راباندې پیل شوې؛ مرمۍ د ځینو پر سر او د ځینو نورو پر سترګو ولګېدې. درې یا څلور تنه چې زموږ څنګ ته ناست وو، ووژل شول. موږ په افغانستان کې هم هېڅ برخلیک نلرو.»
امانالله هم بوږنونکې کیسه کوي. هغه وايي کله چې کډوالو د ایراني پوله ساتونکو له ډزو څخه د تېښتې هڅه کوله، په لاره کې له اېښودل شویو ماینونو سره مخ شول.
د هغه په وینا، د دغو ماینونو چاودنو د کلګان د پېښې د قربانیانو شمېر نور هم زیات کړ.
د پېښې شاهد امانالله وايي: «کله چې موږ ایران ته لاړو، په کمین کې ښکېل شوو؛ د مامورانو په لاسونو کې وسلې وې او پر موږ یې ډزې وکړې. خلکو چې کله تېښته کوله، له ماینونو سره هم مخ شول چې ګڼ شمېر یې ووژل شول.»
د آمو موندنې دغه راز ښيي چې هېوادوال یوازې په ۱۴۰۳ کال کې، په درېیو جلا پېښو کې د تلې په ۲۲مه، د تلې په ۲۶مه او د کب په ۷مه د کلګان او سراوان په سیمو کې د ایراني پوله ساتونکو د ډزو ښکار شوي دي. د شاهدانو د کیسو له مخې، په دغو پېښو کې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د سیاسي او امنیتي چارو شنونکی محمد نعیم غیور وايي: «ایراني دولت کلونه کلونه د افغان کډوالو کوربه توب کړی، خو دا ډول چلندونه د ښه ګاونډیتوب او بشري حقونو د موازینو خلاف دي او د دواړو ملتونو اړیکې زیانمنوي.»
د آمو د موندنو پر بنسټ، په ۱۴۰۵ لمریز کال کې هم د ایراني پوله ساتونکو ډزې دوام لري او ایراني ساتونکو دوه ځله نور هم پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي چې ایران ته روان وو.
