کډوالي

ملګري ملتونه: افغانستان د نړۍ د کډوالۍ او بېځایه کېدو له تر ټولو سترو بحرانونو سره مخ دی

انځور- د ملګرو ملتونو څخه ، ارشیف

د ملګرو ملتونو بېلابېلو اژانسونو په یوه نوي او ګډ راپور کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د سختې بې‌وزلۍ، پرله‌پسې وچکالۍ او زلزلو په پایله کې، په نړیواله کچه د کډوالۍ او کورني بېځایه کېدو له یو تر ټولو ستر او ناوړه بحران سره لاس او ګرېوان دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د نوي اقتصادي او ټولنیز راپور له مخې، کمزوری اقتصاد، د څلورو لسیزو جګړو پاتې شونې، د ۲.۷ میلیون کډوالو بې‌سارې راستنېدنه او د ښځو د کار د ګډون کمښت پر خدماتو او د خلکو پر ژوند سخت فشار راوړی دی.

د دغه وضعیت د ارزونې لپاره، د UNDP مشر الکساندر ډي کرو او د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح د هېواد بېلابېلو سیمو ته ګډ سفر کړی ترڅو له راستنېدونکو کورنیو، شریکانو او ځانګړو چارواکو سره وګوري.

الکساندر ډي کرو ویلي: «په افغانستان کې بحرانونه هېڅکله بېل- بېل نه راځي، بلکې په یو وخت څو بحرانونه پېښېږي».

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دا مهال د افغانستان ۷۴ سلنه نفوس، چې شاوخوا ۲۹ میلیون کسان کېږي، د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا نلري.

دغو چارواکو جلال‌اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې له زلزله‌ځپلو ټولنو سره لیدلي او همدا راز د«سُتن» درېسیمې ته تللي، چېرته چې د سیلابونو د مخنیوي او د اوبو لګولو په پروژو کې ښځو د جالونو په اوبدلو او د سیمې نارینه د خښتو په جوړولو سره د خطرونو د کمولو او د عاید د ترلاسه کولو لپاره په کارونو بوخت دي.

ډي کرو وویل: «بېړنۍ مرستې د خلکو ژوند ژغوري، خو پرمختیایي کارونه خلکو ته خپل ژوند بېرته ورکوي».

د راپور په دوام کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي امانتي صندوق په ملاتړ، په کندوز او بغلان ولایتونو کې د راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو د مېشتولو او د لومړنیو خدماتو د چمتو کولو لپاره سترې پروژې پیل شوې دي.

په دغو لاسته راوړنو کې د ۶ زره او ۴۷۸ مربع متره مځکې څخه د ماینونو پاکول، د ۲۸ کوچنیو زیربنايي پروژو لکه د استنادي دېوالونو جوړول او د ۴۲۵ کورنیو لپاره د دایمي کورونو مشخص کول شامل دي.

همداراز د کډوالو عالي اژانس (UNHCR) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې د اټکل له مخې له ۵۷۰ زرو څخه زیات افغانان نوي مېشتېدو او د تعلیم، کاري خوځښت او له کورنیو سره د بېرته یوځای کېدو په برخو کې قانوني لارو چارو ته اړتیا لري.