سویلي آسیا

په پاکستان کې یوې درې ته د بس د لوېدو له امله ۴۰ کسان مړه شوي دي

انځور، د پاکستاني رسنیو څخه

د پاکستان په سویل لوېدیځ کې یوې درې ته د مسافر وړونکي بس د لوېدو له امله، لږ تر لږه ۴۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.

دا بس د جمعې په ورځ د بلوچستان ایالت له مرکز کویټې څخه د پېښور په لور روان و، چې د ژوب ولسوالۍ په غره ایزه سیمه «دانه سر» کې له سړکه منحرف او درې ته وغورځېد.

د یادې ولسوالۍ د بېړني مرکز مشر، ثناءالله شېراني فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چې بس د شاوخوا ۲۱ څخه تر ۲۴ مترو له لوړوالي څخه درې ته لوېدلی دی.

بلخوا د بلوچستان حکومت ویاند، شاهد رند اسوشیټېډ پریس اژانس ته ویلي، د لومړنیو څېړنو له مخې، موټر چلوونکي د جمعې په سهار د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو پولې ته نږدې، د بس کنټرول چې په خورا تېزۍ سره روان و، له لاسه ورکړی دی.

د هغه په وینا، په بس کې د مسافرینو شمېر د هغه له ظرفیت څخه زیات و؛ ځکه د بل داسې بس مسافر هم دغه موټر ته رااړول شوي وو چې په لاره کې خراب شوی و.

د محمد نصیر په نوم یوه پولیس چارواکي د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) ته ویلي، چې د موټر زیات سرعت احتمالاً د دې پېښې اصلي لامل دی؛ خو له دې سره سره، چارواکو د دقیق علت معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.

له بلوچستان او خیبر پښتونخوا څخه سیمې ته د ژغورنې ډلې استول شوې دي، خو د سیمې د خرابوالي او غرني حالت له امله، د مړیو د جسدونو راایستل او د ټپیانو لېږدول له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ژغورنې ادارې ویاند، فضل‌الدین ویلي چې امدادګران د بس په د ننه کې د بند پاتې شویو کسانو د راایستلو لپاره د پرېکونکو وسایلو او نورو ماشینونو څخه ګټه پورته کوي. چارواکي همداراز هڅه کوي چې د مړو شویو کسانو هویت وپېژني.

د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري پر دې پېښې ژوره خواشیني ښودلې، د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

په پاکستان کې خونړۍ ټرافیکي پېښې ډېرې رامنځته کېږي. د موټرو زیات سرعت، بې‌احتیاطي، د وسایطو خراب تخنیکي حالت او د ټرافیکي قوانینو نه پلي کېدل په دغه هېواد کې د سړک غاړې د تلفاتو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

د تېرې مۍ په میاشت کې هم د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه مسافربري بس او بل موټر د ټکر له امله، ۱۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی و او ۵ نور ټپیان شوي وو.