په افغانستان کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې یو لوړپوړی اقتصادي او سوداګریز پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او پانګونې په موخه کابل ته راغلی دی.
ایراني پلاوی پداسې حال کې کابل ته راځي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه کې د افغانستان د صنعت او کانونو د اونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د سلګونو کورنیو شرکتونو تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
په کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه پلاوي د سفر اساسي موخه په دغه ۷ ورځني نندارتون کې ګډون، له افغان صنعتکارانو سره لیدنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو او سوداګرۍ په برخه کې د تخصصي ناستو (B2B) ترسره کول دي.
د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د صنایعو او کانونو خونې مشر احمد نبيزاده له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو په پروسس او صنعت کې خپله پانګونه زیاته کړي.
طالب حکومتي چارواکو ژمنه کړې چې بهر ته د تللو افغان سوداګرو د بېرته راستنېدو په صورت کې به هغوی ته تر ۵ کلونو پورې مالیاتي معافیت، د ځمکې وړیا وېش او د صنعتي ماشینونو په واردولو کې ځانګړي تسهیلات برابر کړي.
بل لور ته، په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېګدلي هم په دغه مراسمو کې وویل چې تهران د افغانستان د اقتصادي ودې او ځانبسیاینې په لاره کې د هر مثبت ګام ملاتړ کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د رغنده پرمختګ په حال کې دي.
دا اقتصادي هڅې او د ایران د پلاوي سفر پداسې حال کې ترسره کېږي چې نړیوال بانک پدې وروستیو کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه یو نوی راپور خپور کړی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د انفلاسیون د کموالي او د کورنیو عوایدو د راټولولو سره سره، د افغانستان اقتصادي رغېدنه لا هم نازکه ده او د دغه هېواد د سرانه عاید کچه ۵.۶ سلنه راټیټه شوې ده. اقتصادي شنونکي په کابل کې د دا ډول نندارتونونو جوړول او د ایران په څېر د سیمې د هېوادونو د سوداګریزو پلاوو راتګ د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې او په هېواد کې د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره خورا مهم بولي
