روغتیا

بې‌سرحده ډاکټران: د افغانستان په سویل کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده

Photo by MSF.

د بې‌سرحده ډاکټرانو سازمان (ایم ایس ایف)په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په سویل کې د هغو ماشومانو په کچه کې وېروونکی ډېروالی راغلی چې په سختې او مرګونې خوارځواکۍ (ملنټرېشن) اخته دي او عاجلو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

په سویل کې د دغه سازمان طبي همغږې کوونکې، انا لیلیا بانډا وایي چې ماشومان د ناروغۍ په خورا ترېنګلي او وروستي پړاو کې روغتونونو ته رسول کېږي او روغتیايي وضعیت یې دومره خراب وي چې د مخنیوي وړ روغتیایي ستونزې یې هم ژوند تهدیدوي.

د اغېزمنې موندنې له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اپریل پورې په سویل کې د دغه سازمان په ملاتړ د بستر کېدو مرکزونو (ITFC) ته د سختې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو ورتګ د تېرو دریو کلونو د ورته مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی چې ډېری دا ماشومان تر یو کال کم عمر لري.

د دغه حالت اصلي لاملونه د نړیوالو مرستو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ او د سیمه‌ییزو سیاسي ناندریو له امله د لارو تړل کېدل ښودل شوي، چې په‌دې سره هېواد ته د خوارځواکو ماشومانو د ځانګړو خوړو او درملو رسېدل ټکنۍ شوي او د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د نړیوالې بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه د ۲۰۳ ګرځنده ټیمونو په ګډون تړل شوي، چې پخوا یې په ټولنو کې د خوارځواکۍ په لومړي پړاو کې د ماشومانو په موندلو کې مهم رول درلود.

بې‌سرحده ډاکټران وایي، د هلمند په ولایتي بست روغتون کې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تېرو پنځو کلونو په کچه تر ټولو لوړ ریکارډ ثبت شوی او له ۱۵۰۰ څخه زیاتې میندې او ماشومان بستر شوي، چې دا د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله دوه چنده ډېروالی ښيي.

همداراز په کندهار کې هم د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر ۵۷۰ ډېر ماشومان بستر شوي او ۳۰۰ نور د ځای د نشتوالي له امله نورو روغتونونو ته راجع شوي دي، ځکه د خلکو اړتیاوې د روغتون له ظرفیت څخه خورا لوړې دي.

بانډا زیاتوي چې خوارځواکي یوازې طبي نه بلکې ټولنیزه ستونزه هم ده، ځکه کله چې پخپله میندې د خوړلو لپاره څه نه‌لري، نو ماشومانو ته څنګه د شیدو ورکولو توان ولري؟ له همدې امله په سویل کې میندې او ماشومان دواړه یو ځای درملنې ته اړتیا لري.

بې‌سرحده ډاکټرانو پر نړیوالو مرستندویانو، روغتیايي چارواکو او اړونده بنسټونو غږ کړی چې سمدستي په افغانستان کې د تغذیې د پروګرامونو بودیجه بېرته برقراره کړي، ځکه که عاجل ګامونه پورته نشي، دا ناورین به د سږني کاله د خوارځواکۍ په فصل کې د نورو زرګونو ماشومانو ژوند واخلي.

 د بې‌سرحده ډاکټرانو سازمان (MSF) دا مهال د افغانستان په اوو ولایتونو (بامیان، هلمند، هرات، مزارشریف، کندهار، خوست او کندوز) کې تخصصي روغتیایي پروژې مخې ته وړي چې په هلمند، هرات او کندهار کې یې د خوارځواکۍ برخې فعالې دي.

په‌داسې حال کې چې د طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته پر افغانستان ډېری نړیوال اقتصادي بندیزونه لګول شوي او بانکي سیسټم د ستونزو سره مخ دی، په هېواد کې د بېکارۍ او بشري ناورین کچه لوړه شوې او له نیمايي څخه زیات وګړي د نړیوالو د خوراکي مرستو په تمه ژوند کوي.