ښځې

کاناډا کې د پخواني افغان حکومت سفیر: هرات کې د نجونو نیول د طالبانو د جنسیتي اپارتاید برخه ده

په کاناډا کې د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت دورې سفیر حسن سروش په اوټاوا کې د کاناډا پارلمان ته څېرمه د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ د اعتراض کوونکو غونډې ته وینا کړې ده.

سروش په‌دې غونډه کې ویلي چې په هرات ولایت کې د جامو او ظاهري بڼې پر سر د طالبانو لخوا د نجونو او ښځو وروستي نیول جلا پېښې نه دي، بلکې دا د جنسیتي اپارتاید د یو پراخ سېسټم برخه ده.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو په سیستماتیک ډول افغان ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار، عامه ژوند او د تګ راتګ له ازادۍ څخه بې برخې کړې دي.

په دغه لاریون کې چې د افغانانو د شبکې لخوا تنظیم شوی و، ګډونوالو د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستي محدودیتونه او پر سوله‌ییزو اعتراض کوونکو توند ځپل په کلکو ټکو وغندل.

حسن سروش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د ځواب ویلو لپاره له نړیوالو مېکانېزمونو ګټه پورته کړي او د ښځو حقونه له طالبانو سره د هر ډول تعامل او پرېکړو په محور کې وساتي.

سفیر سروش په پای کې د کاناډا له حکومت او د افغانستان له ملګرو مننه وکړه چې په دې ستونزمن وخت کې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تایید کړې چې د جون د ۹مې په لاریون کې د ډزو له امله یو ۱۱ کلن ماشوم وژل شوی او څو تنه نور ټپیان دي؛ دغه بنسټ د یوه بل کس د وژل کېدو راپورونه هم تر څېړنې لاندې نیولي دي.

یوناما همدا راز زیاته کړې چې د جون په ۶مه او ۷مه نېټه لږ تر لږه ۳۰ مېرمنې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبینو لخوا د حجاب د طرز د نه مراعاتولو په تور نیول شوې وې، چې وروسته بېرته خوشې شوې.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د حقوق بشر څار سازمان او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اعتراض کونکو پر وړاندې د ځواک کارول غندلي او د پېښې د خپلواکو څېړنو ترڅنګ یې له طالبانو غوښتي چې د سوله ییزو غونډو او بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې طالب چارواکو تر اوسه په دغو اعتراضونو کې د کسانو وژل کېدل په رسمي ډول ندي تایید کړي او د ښځو د پراخو نیونو راپورونه یې هم رد کړي دي.