بشري حقوق

ريچارډ بېنت: اروپايي هېوادونه دې افغان کډوال په اېستلو له ګواښ سره نه مخ کوي

ریچارد بنت افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنت، په هېواد کې د شکنجه کولو ګواښونو ته په اشارې سره، له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو په زوره ایستلو سره د هغوی ژوند له جدي (خطر) سره مخ نه کړي.

ريچارډ بېنت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په‌دې برخه کې هیڅ استثنا شتون نلري او د طالبانو هیڅ ډول ډیپلوماتیک تضمین نشي کولای د کډوالو پر وړاندې شکنجه او ځاني خطرونه له منځه یوسي.

دا توند غبرګون داسې مهال راځي چې د رویټرز اژانس د راپور له مخې، بلجیم هېواد د طالبانو د یو پنځه کسیز پلاوي لپاره چې بروکسل ته د کډوالو پر مسله د خبرو لپاره بلل شوي، د یوې ورځې ویزه صادره کړې ده.

راپور زیاتوي، دا ویزې یوازې د نن سې‌شنبې ورځې (د جون ۲۳مې) لپاره د اعتبار وړ دي ترڅو د طالبانو استازي د اروپایي اتحادیې په بلنه د هغو کډوالو د بېرته منلو په تخنیکي ناسته کې ګډون وکړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

اروپایي چارواکو او د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې یو تخنیکي بحث دی او په هیڅ ډول د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نده.