بشري حقوق

د بشري حقونو څار سازمان: په افغانستان کې د شل کلنې دورې د ټولو اړخونو جنګي جرمونه باید وڅېړل شي

انځور- ارشیف څخه

د بشري حقونو د څار سازمان (واچ) په یوه نوي او بې‌ساري تحلیلي رپوټ کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ښکېلو ټولو غاړو لخوا د بشریت ضد او جنګي جرمونو ته باید په یو ډول او عادلانه توګه رسیدګي وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس لخوا رامنځته شوی «د افغانستان د جګړې کمېسیون» په راتلونکو دوو میاشتو کې خپل وروستی راپور خپروي، چې په‌کې د تېرو دوو لسیزو د جګړې ترخې تجربې مستندې شوې دي.

یاد سازمان روښانه کړې، چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د حساب ورکوونکو بنسټونو د جوړولو پر ځای د ځایی زورواکو ملاتړ وکړ، چې همدا چاره په هېواد کې د فساد او بې‌عدالتیو لامل شوه او د طالبانو د بیا واکمنېدو لاره یې هواره کړه.

په‌دې راپور کې په ځانګړې توګه د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق یادونه شوې او ویل شوي چې د هغه ځواکونه د خلکو په سختو شکنجه کولو تورن وو، خو امریکایي او اروپایي ډیپلوماټانو د خپلو سرتېرو د خوندیتوب لپاره پر دغو ظلمونو سترګې پټې کړې وې.

دغه راز په‌دې راپور کې د تېر نظام پر چارواکو هم نیوکه شوې چې هغوی د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر اکرام الدین کریم په څېر د هغو کسانو پر وړاندې د عدالت له پلي کولو ډډه کوله، چې پر مېرمنو په جنسي تېري او ځورونې تورونه وو.

د بشري حقونو څار سازمان زیاتوي، سره له دې چې دمګړۍ طالبانو افغان ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې کړې دي، خو د قربانیانو ترمنځ باید دوه ګونی چلند وشي او د تېرو جرمونو پوښتنه هم هېره نشي.

د یادونې وړ ده چې نړیوالې جزا محکمې (ICC) د تېر ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د جنسیتي ځورونې په تور د طالبانو د دوو جګپوړو چارواکو د نیولو حکم صادر کړی دی.

همدا راز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶مه د یو بې‌پرې او خپلواک میکانیزم د جوړولو پرېکړه وکړه ترڅو د امریکا د پوځ، CIA، پخواني حکومت او طالبانو د ټولو جرمونو شواهد او اسناد راټول او خوندي کړي.

د راپور په پای کې د دغه نوي نړیوال میکانیزم د ژر تر ژره فعالېدو غوښتنه شوې، ترڅو د ټولو اړخونو د حساب کتاب لپاره اسناد د قانون منګولو ته وسپارل شي او عدالت په سم ډول پلي شي.