نړۍ

د سویس تر خبرو وروسته په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې

انځور ارشیف څخه

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو له پای ته رسېدو او د تېلو د صادراتو په برخه کې د تهران لخوا د معافیتونو د ترلاسه کولو تر اعلان وروسته، نن د دوشنبې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې د پام وړ راکښته شوې.

د نویو سوداګریزو ارقامو له مخې، د برینټ (Brent) ډوله خامو تېلو بیه ۱.۹ سلنه (۱.۵۳ ډالره) راښکته شوه او هر بیرل په ۷۹.۰۴ ډالرو ته ورسېد؛ دا په‌داسې حال کې ده چې د نننۍ سوداګرۍ په پیل کې د ډونالډ ټرمپ د پوځي ګواښونو او د هرمز تنګي د تړل کېدو د وېرې له امله د تېلو بیه تر ۸۲.۳۰ ډالرو پورې پورته شوې وه.

د بازارونو د تحلیلګرانو په وینا، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي د هغو څرګندونو له امله چې وویل هېواد یې د تېلو او پیټروشیمي صادراتو د معافیت او د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو ډاډ ترلاسه کړی، په نړیوال بازار کې د تېلو د کمښت اندېښنې تر ډېره مړاوې کړې او بیې یې راکښته کړې.

دا پرمختګ په‌داسې حال کې دی چې تېره اونۍ هم د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې او له دغه هېواده د بندیزونو د لرې کېدو د هلو ځلو له امله د تېلو بیې ۸ سلنه لوېدلې وې؛ ورته مهال د عراق، کویټ او اماراتو لخوا هم بازار ته د زیاتو تېلو د وړاندې کولو وړاندیز شوی دی.