سویلي آسیا

خیبر پښتونخوا کې دوه پرله‌پسې چاودنو کې ۷ کسان وژل شوي او ۳ ټپیان دي

انځور ارشیف څخه

د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د پولیسو د چارواکو په وینا، نن د سړک غاړې د دوو پرله‌پسې چاودنو له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییز امنيتي مسؤلین وایي چې لومړۍ چاودنه د ملکي وګړو پر یو موټر د ریموټي ماین په وسیله ترسره شوه، چې په‌کې سپاره کسان مړه او ژوبل شول.

د سرچینې په وینا، کله چې تر لومړۍ پېښې وروسته مرستندویه کسان ورسېدل او ټپیان یې د درملنې لپاره په بل موټر کې روغتون ته لېږدول، په همدې مسیر کې دویمه ماین چاودنه هم پرې وشوه.

امنيتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او ټپیان یې د بنو نږدې دولتي روغتون ته رسولي دي، چې د ډاکټرانو په وینا د ځینو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغه پرله‌پسې بریدونو مسؤلیت پر غاړه ندی اخیستی، خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په‌دې سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله‌وال فعال حضور لري.

بنو او د خیبر پښتونخوا یو شمېر نورې سیمې په وروستیو میاشتو کې د ورته ناامنیو، بمي چاودنو او پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د وسله‌والو بریدونو د زیاتوالي شاهدې پاتې شوې دي.