کډوالي

ملګري ملتونه: افغانستان په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو له یو تر ټولو لوی بحران سره مخ دی

انځور له ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي)د جون د ۲۰مې «د کډوالو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په ډاګه کړې چې افغانستان په نړیواله کچه د بې‌ځایه شویو او اواره کسانو له یو تر ټولو لوی او سخت بحران سره لاس او ګرېوان دی.

یاد بنسټ په ایکس شبکه کې لیکلي چې په هېواد کې د فقر، وچکالۍ او سختو زلزلو په منځ کې، د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره هڅه کوي له بې‌ځایه شویو کورنیو او د هغوی له کوربه ټولنو سره د ژوند په بیا رغولو او حقیقي رغښت کې مرسته وکړي.

هممهاله، د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) هم په‌دې مناسبت ویلي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ روانه ده او دا شمېرې ورځ تر بلې په بې‌سارې توګه د لوړېدو په حال کې دي.

د دغه سازمان په وینا، افغان پناه غوښتونکي په کوربه هېوادونو کې له خپلسرو او ظالمانه نیونو او له خپلو کورنیو څخه له جلا کېدو سره مخ دي، چې د هغوی ژوند یې له سخت رواني او فزیکي خطر سره مخ کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې هېواد ته تر جبري ستنېدو وروسته هم دا کډوال خوندي ندي، بلکې هغوی د نړۍ د یو تر ټولو سخت بشري بحران په زړه کې بیا د طالبانو لخوا د بشري حقونو له نوي او پراخ نقض سره لاس او ګرېوان کېږي.

د یادونې وړ ده چې د کډوالو نړیواله ورځ هر کال د هغو میلیونونو بې‌وزلو انسانانو د زړورتیا او مقاومت په پار لمانځل کېږي چې د جګړو، تعقیب او تاوتریخوالي له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، چې دا ورځ د ۱۹۵۱ کال د کډوالو د کنوانسیون له تصویب سره هم‌مهاله ده.