سیاست

په لبنان کې د اوربند له اعلان وروسته، د ټرمپ استازی له ایران سره د خبرو لپاره سویس ته ځي

اسراییل او حزب‌الله د جمعې په ورځ په لبنان کې پر اوربند موافقه وکړه، وروسته له هغې چې په سیمه کې سختو نښتو د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د دایمي تړون چانسونه له جدي خطر سره مخ کړي وو.

اکسیوس خبري اژانس د یو امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د دغه اوربند له ټینګښت سره سم، د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی «سټیو ویټکاف» له ایراني لوري سره د نوي اټومي تړون پر سر د لومړي پړاو خبرو لپاره سویس ته سفر کوي.

دا پرېکړه د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي ونس لخوا سویس ته د خپل سفر له لغوه کېدو یوه ورځ وروسته کېږي؛ د ونس سفر په لبنان کې د جګړې د بیا پېل له امله لغوه شوی و چې د نړیوالې کښتۍ چلونې پر مخ د هرمز تنګي د پرانیستلو برخلیک یې هم له ناڅرګندتیا سره مخ کړی و.

ولسمشر ټرمپ د «ان بي سي نیوز» شبکې ته تایید کړې چې له اسراییل څخه یې د اوربند د منلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي: «تاسو باید کله ناکله ارام شئ او له خپل عقل څخه کار واخلئ.» خو ټرمپ په‌دې اړه له تبصرې ډډه وکړه چې ایا په مستقیم ډول یې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره خبرې کړې دي که نه.

یو جګپوړي امریکایي چارواکي ویلي چې دغه اوربند د امریکا او قطر په منځګړیتوب او د ایران په مرسته تنظیم شوی دی؛ بل لور ته د اسراییل یو چارواکي رویټرز ته د اوربند پخلی کړی خو زیاته کړې یې ده چې د دوی ځواکونه به د سویلې لېبنان په نیول شویو سرحدي سیمو کې پاتې شي.

لبناني سرچینو ویلي چې د اوربند په لومړي ساعت کې اسراییل ۱۲ هوایي بریدونه وکړل چې د دغه هېواد د روغتیا وزارت په وینا ۴۷ کسان په‌کې ووژل شول، خو تر هغې وروسته جګړه په بشپړ ډول درېدلې ده.

په لبنان کې د جګړې ختمېدل ځکه مهم دي چې دا د امریکا او ایران د لویې معاملې اصلي شرط ګڼل کېږي.