د بې پولې خبریالانو سازمان (ار ایس ایف) په خپل نوي راپور کې افغانستان د خبریالانو د جلاوطنۍ نړیوال کانون بللی او وایي چې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې، لږ تر لږه ۶۷۷ افغان خبریالان د ګواښونو، نیول کېدو او مرګ له وېرې د هېواد پرېښودو ته مجبور شوي دي.
د دغه راپور له مخې، دا شمېره په نړۍ کې د هغو ټولو ۱۴۶۸ بېوطنه شویو خبریالانو نږدې نیمایي برخه جوړوي چې یاد سازمان ورسره په دې موده کې د خپلو هېوادونو څخه تر تېښتې وروسته مالي او حقوقي مرستې کړې دي.
دا خبریالان اوس مهال د نړۍ په ۲۸ هېوادونو کې تیت او پرک دي.
سازمان وایي د نړۍ په هیڅ هېواد کې د افغانستان په کچه خبریالان ندي بېوطنه شوي؛ د بېلګې په توګه په همدې موده کې ۱۶۰ روسي او ۱۰۱ د میانمار خبریالان له هېواده وتلي دي.
بېسرحده خبریالان زیاتوي چې دا شمېرې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د بشپړ پاشل کېدو ښکارندويي کوي، چې له امله یې په سلګونو رسنۍ بندې او زرګونه خبریالان بېکاره شول.
د راپور پر بنسټ، له هېواده د خبریالانو د تېښتې تر ټولو لویه څپه په ۲۰۲۲ کال کې وه چې ۱۸۳ کسان ووتل، خو دا لړۍ لا هم روانه ده او یوازې په تېر ۲۰۲۵ کال کې هم ۸۲ نور افغان خبریالان د وطن پرېښودو ته اړ شوي دي.
طالبانو پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي، په نیوکو یې بندیز لګولی او په ځینو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو نوي محدودیت، تر ټولو زیات تلوېزیونونه او تصویري خبریالي اغېزمنه کړې ده.
پهدې وضعیت کې تر ټولو زیات زیان ښځینه خبریالانو ته رسېدلی، ځکه هغوی د زدهکړو او کار د بندیز ترڅنګ له ټولنیز فعالیت څخه هم محرومې شوې دي؛ خو له دې سره-سره، جلاوطني هم د دوی لپاره د امن مانا نلري.
یاد سازمان خبرداری ورکوي چې افغان خبریالان په بهر کې د اسنادو د ستونزو او مالي تنګسیا ترڅنګ د بېرته شړل کېدو له خطر سره مخ دي؛ لکه په پاکستان کې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې لږ تر لږه ۵۰ افغان خبریالان په جبري توګه بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.
په پاکستان کې د افغان خبریالانو د ویزو تمدید په ندرت کېږي او ډېری یې د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله د نیول کېدو او اخراج په وېره کې ژوند کوي، چې دا مسله د هغوی رواني او کاري وضعیت سخت اغېزمنوي.
راپور ښيي چې په تېرو ۵ کلونو کې په نړۍ کې د هغو هېوادونو شمېر دوه چنده شوی چې خبریالان ترې تښتېدلي دي (له ۱۹ هېوادونو څخه ۴۰ هېوادونو ته لوړ شوی)، ځکه نو له نړیوالو حکومتونو د عاجلو ویزو او اوږدمهاله اقامې غوښتنه شوې ده.
د بېسرحده خبریالانو سازمان په پای کې خبرداری ورکوي چې که نړۍ له جلاوطنه خبریالانو ملاتړ ونه کړي، هغوی به په بهر کې هم د ناامنۍ او بېبرخلیکۍ په نوي سیند کې ډوب شي او د دوی لپاره به یوازې درې لارې پاتې شي: د رسنیو له ډګره ورکېدل، جلاوطني یا بندي کېدل.
