د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۲۵ – د ۸ بجو خبرونه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به د یوناما د ماموریت د غځېدو په اړه تر نیم ساعت وروسته پیل شي.

د «سکیورټي کانسل ریپورټ» څېړنیز بنسټ راپور ورکړی چې په دې غونډه کې به د یوناما د ماموریت د غځېدو د پرېکړه‌لیک پر مسوده رایه‌اچونه وشي.

په دغه پرېکړه‌لیک کې د یو کال لپاره د یوناما د ماموریت د غځېدو وړاندیز شوی.

د «سکیورټي کانسل ریپورټ» په راپور کې راغلي چې د دې مسودې په اصلاح شوې بڼه کې داسې ماده شامله شوې چې له مخې به یې د ملګرو ملتونو سرمنشي د یوناما ماموریت په ستراتیژیک ډول وڅېړي.

سربېره پر دې، د مسودې په وروستۍ بڼه کې د طالبانو لپاره د «بالفعل چارواکو» پر ځای د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارول شوې ده.