په پنجشېر کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وايي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۰۰ کاني سیمې پېژندل شوې دي؛ هغه سیمې چې د طالبانو په وینا، د بېلابېلو کانونو او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو زېرمې پکې شتون لري.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو سیمو کې د زمردو، سرو زرو او بیروج په ګډون، ۱۷ ډوله کانونه او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پېژندل شوې دي.
طالبانو همداراز ویلي دي چې اوسمهال شاوخوا ۱۵ زره کسان په پنجشېر کې د کانونو د استخراج او پروسس په اړوندو فعالیتونو کې په کار بوخت دي.
د طالبانو له لوري د وړاندې شویو ارقامو له مخې، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې د ۴۲۴ زره ډالرو په ارزښت ۱۹ زره او ۸۴۶ قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
پنجشېر په افغانستان کې د زمردو د زېرمو لرلو له امله یو له خورا مهمو سیمو څخه شمېرل کېږي او په وروستیو کلونو کې د دغې قیمتي ډبرې استخراج په دغه ولایت کې د عاید په یوې مهمې سرچینې بدل شوی دی.
له دې سره سره، د افغانستان د کانونو د استخراج او مدیریت پر څرنګوالي تل نیوکې ملې وي.
یو شمېر نړیوالو بنسټونو له دې وړاندې د کانونو د استخراج په بهیر او د هغو د ترلاسه شویو عوایدو د مصرفولو په څرنګوالي کې د روڼتیا پر نشتوالي اندېښنه ښودلې ده.
همدارنګه یو شمېر وګړي او د طالبانو منتقدین وايي چې د کانونو د تړونونو لویه برخه هغو شرکتونو یا کسانو ته ورکول کېږي چې د طالبانو له چارواکو سره اړیکې لري او پهدې برخه کې د ترلاسه کېدونکو عوایدو څخه د ځانګړو سیمه ییزو ټولنو او عادي وګړو سهم محدود دی.
له بلې خوا طالبانو په وار وار ویلي دي چې د کانونو استخراج د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ ترسره کېږي او له هغو ترلاسه کېدونکي عواید د هېواد په بېلابېلو برخو کې لګول کېږي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم ټینګار کوي چې کانونه د افغانستان له مهمو ملي شتمنیو څخه ګڼل کېږي او د دغو سرچینو روښانه (شفاف) مدیریت او مسوولانه ګټه اخیستنه کولی شي د هېواد په اقتصادي پراختیا او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولري.
