ښځې

یوناما په هرات کې د حجاب پر سر د ښځو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده

انځور ارشیف څخه هرات

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د هېواد په لوېدیځ (هرات ولایت) کې د «حجاب د اصولو د نه مراعاتولو» په تور د یو شمېر ښځو او نجونو پر نیول کېدو او توقیف کېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

یوناما له طالبانو غوښتي چې د ټولو وګړو ترمنځ برابري وساتي او د ښځو د نیولو دغه لړۍ بنده کړي.

که څه هم یوناما په رسمي ډول د نیول شویو ښځو کره شمېر ندی ښودلی، خو ځایي سرچینو تېره اوونۍ راپور ورکړی و چې په هرات ولایت کې لږ تر لږه ۲۱ ښځې او نجونې د حجاب د طرزالعمل له امله نیول شوې دي.

یوناما تېره شپه پر خپله رسمي ایکس (X) پاڼه لیکلي: « حاکمو چارواکو ته وریادوو چې ټول خلک د تګ راتګ د ازادۍ حق لري او ښځې او نارینه دواړه د قانون په وړاندې د برابرۍ حق لري.»

له بل پلوه یوه طالب چارواکي له بي بي سي سره په خبرو کې، په هرات ښار کې د طالبانو د خوښې وړ د «حجاب» د نه مراعاتولو له امله د ښځو نیول کېدل رد کړي دي؛ خو ویلي یې دي چې د ښځو د پوښښ په اړه د دوی د مشر د حکمونو د پلي کولو لپاره به د دوی هڅې دوام ولري.

دغه راز بي بي سي په خپل راپور کې لیکلي چې امر بالمعروف وزارت د یکشنبې پر ورځ ورته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې ښځې نیول شوې نه دي خو د حجاب په تړاو سپارښتنې، پیغامونه، او امرونه شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا نیونې د طالبانو د هغه نوي لارښود (طرزالعمل) وروسته شوي چې تېره اوونۍ صادر شوی او پکې ښځې په عامه ځایونو کې د هغوی په وینا د “بشپړ حجاب” په نه کولو ملامتې شوې دي.

په راپورونو کې راغلي چې په یاد لارښود کې خبرداری ورکړل شوی چې که هرې ښځې مخ بربنډ کړی وي او یا یې هم ارایش (میک‌اپ) کړی وي، له تنبیهي چلند سره به مخ شي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي چې پکې پر زده کړو، کار او سپورت بندیزونه شامل دي او دا چاره د نړیوالو له سختو نیوکو سره مخ ده.

که څه هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په‌دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې د محدودیتونو د دوام په صورت کې به افغانستان تر ۲۰۳۰ کاله پورې تر ۲۵ زرو ډېرې ښځینه ښوونکې او روغتیایي کارکونکې له لاسه ورکړي، خو طالبان تل ادعا کوي چې دوی د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.