طالبانو په یوه تازه اقدام کې په هرات کې ښځو ته د نیولو ګواښ کړی.
په یوه لیک کې طالبانو ښځو ته خبرداری ورکړی چې که د طالبانو د خوښي وړ «حجاب» مراعات نه کړي، نو وبه نیول شي.
په هرات کې سرچینې وایي چې طالبانو د کورنیو له نارینه وو غوښتي چې د طالبانو د خوښې وړ حجاب له نه مراعاتولو پرته د خپلې کورنۍ ښځو ته د تګراتګ اجازه ورنه کړي.
بل لور ته، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې یوه غږیز کلېپ کې، چې هرات پورې تړاو لري، ویل شوي چې دغه نوی محدودیت سر له نن ورځې عملي شوی دی.
