روغتیا

په ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي  

په ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو له ثبت وروسته وقایوي تدابیر او د درملو شیندنه پیل شوه

ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مثبتې پېښې د چپرهار ولسوالۍ په «تریلي او لونګپور» او د سره رود ولسوالۍ په «ګنده چشمو» سیمو کې په نښه شوې دي.

چارواکي وایي چې د یادو ناروغانو درملنه همدا اوس په روغتون کې روانه ده.

راپورونه ښيي چې دغو کسانو له مالدارۍ او څارویو سره نږدې سروکار درلود، چې له همدې امله پر دغې وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي.

په سیمه کې د کانګو ناروغۍ د خپرېدو له وېرې سره سم، ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په نښه شویو ساحو کې د وژونکو خځندو او کنو ضد درملو پاشل (شیندنه) په کلکه پیل شوې ده.

د درملو د شیندنې ترڅنګ، د کرنې ریاست د وترنرۍ ټیمونو لخوا په مالدارانو او د سیمې پر اوسېدونکو د یادې ناروغۍ د مخنیوي او د څارویو د ساتنې په موخه د عامه پوهاوي کمپاین هم پیل کړی، ترڅو د ناروغۍ د نورې پراختیا مخه ونیول شي.

د کانګو ناروغي یا د کریمیا-کانګو خونړۍ تبه (CCHF) یوه ګډه ویروسي ناروغي ده چې له څارویو څخه انسانانو ته د کنو (شېږو) د چیچلو او یا د اخته څاروي د وینې او غوښې سره د مستقیم تماس له لارې لېږدي.

په افغانستان کې معمولاً د اوړي په موسم او په ځانګړي ډول د لوی اختر په درشل کې د څارویو د پېر او پلور او حلالولو پر مهال د دغې ناروغۍ ګراف پورته ځي.

روغتیايي پوهان تل پر مالدارانو او قصابانو غږ کوي چې د څارویو سره د کار پر مهال له دستکشو او ځانګړو ماسکونو څخه کار واخلي.