د جوزجان – مزارشریف پر لویه لاره د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې شپږ تنه سخت ټپیان شوي دي.
په جوزجان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د دغو پېښو پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا پېښې د دغه ولایت د «اقچې» او «فیضاباد» ولسوالیو په اړوندو سیمو کې رامنځته شوې دي.
د ځایي چارواکو په وینا، لومړۍ پېښه په اقچه ولسوالۍ کې د یو ځانګړي ډول «سراچې» او «فوربوکس» ډوله موټر د ټکر له امله شوې او دویمه پېښه په فیضاباد ولسوالۍ کې د یو بل سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د جوزجان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي رسنیو ته ویلي، چې د دواړو پېښو ټپیان سمدستي روغتون ته رسول شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو لویو لارو، په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې دي.
کارپوهان او عام خلک د دغو خونړیو پېښو اصلي لاملونه د سړکونو خرابوالی او ویجاړېدل، د چلوونکو بېاحتیاطي او لوړ سرعت، او په هېواد کې د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول بولي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د عامو وګړو ژوند اخلي.
