ورزش

افغان ابدالیان په سریلانکا کې درې اړخیزې لوبې کوي

انځور- د ۲۰۲۶ د شل اوریز نړیوال جام، افغان اتلان

د افغانستان د کرکټ الف ټیم د هند او سریلانکا پر وړاندې د یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې میدان ته ښکته کېږي.

دا سیالۍ د روانې جون میاشتې په ۹مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دغه اتلولي د سریلانکا په کوربه‌توب د «دامبولا» په ښار کې ترسره کېږي. په لومړۍ ورځ به یې کوربه هېواد سریلانکا له هندوستان سره د لوبې ډګر ته ووځي.

هندي رسنیو د دغو سیالیو مهالوېش خپور کړی، چې له مخې یې افغان ځوانان په لاندې نېټو د خپلو سیالانو په وړاندې لوبېږي:

  • د جون ۱۱مه او ۱۷مه: د هندوستان پر وړاندې لوبې.
  • د جون ۱۳مه او ۱۹مه: د کوربه سریلانکا پر وړاندې لوبې.

افغان ابدالیانو په وروستیو کلونو کې په اسیايي کچه خورا ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

د هند او سریلانکا په څېر د پیاوړو ټیمونو په وړاندې د درې اړخیزو سیالیو دغه چانس، د ځوانو لوبغاړو د تجربې او مهارتونو په لوړولو کې خورا ارزښتمن رول لوبوي.

دا لوبې د ملي ټیم لپاره د نویو استعدادونو د روزلو او چمتو کولو یوه غوره لاره ګڼل کېږي.