افغانستان

ننګرهار کې د اوبو رسونې ۳شبکې جوړې شوې

ننګرهار کې د اوبو رسونې یوه شبکه

ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر وايي چې د دې والایت د کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست تر چتر لاندې، د یونیسف  په مالي ملاتړ د شېرزادو ولسوالۍ په کوټګۍ، اشپان او طوطو سیمو کې د پاکو اوبو رسولو درې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دفتر په دې اړه خپره کړې خبر پاڼه کې وايي چې پر دغو شبکو ټولټال ۱۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د یادې پروژې د پلي کېدو پر مهال د سیمې لسګونو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په‌دې پروژو کې ۳ ژورې څاه ګانې کیندل شوي او د ۸۰، ۴۰ او ۲۰ متره مکعب په وړتیا (ظرفیت) اوبو ذخیرې جوړې شوې دي.

دا شبکې د لمریزې برښنا (سولر) په مټ کار کوي، چې د ۱۹ کیلومتره پایپ او ۴۰۷ شیردهنونو (نلکو) په وسیله ۸۵۰ کورنیو ته پاکې اوبه رسوي.

ننګرهار د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په لېرو پرتو ولسوالیو کې یې اوسېدونکي له کلونو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او په ډېری سیمو کې خلک اړ دي چې له ناپاکو چینو او لیرې ځایونو څخه اوبه راوړي.

قومي مشران وايي د یونیسف او نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونو لخوا په دغو غرنیو او محرومو سیمو کې د اوبو رسولو د ورته شبکو جوړول، نه یوازې د ساري ناروغیو مخنیوی کوي، بلکې په مستقیم ډول د کلیوالو په روغتیا او ژوند کې مثبت بدلون راولي.