لویدیځه اسیا

پر کریمیه د اوکراین په بریدونو کې ۳ کسان ووژل شول

انځور- ارشیف څخه

اوکراین د روسیې لخوا له ځان سره د تړلې شوې سیمې «کریمیه» پر دوو مهمو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د کریمیه د روسي چارواکو په وینا، د سېمفروپول په اداري ښار کې د اوکراین په برید کې ۳ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

هم‌مهاله د کریمیه په سیواستوپول بندر کې د روسیې هوايي مدافع ځواکونو له ۲۰ څخه زیات اوکرایني ډرون الوتکې راغورځولې دي، چې د دغو الوتکو پاتې شوني پر ځینو ودانیو لوېدلي او زیان یې ورته اړولی دی.

بل لور ته، د اوکراین په پلازمېنه کیېف کې د ډرون برید له امله په بوریسپیل سیمه کې د اطفایې کارکوونکي په یوه صنعتي فابریکه کې د اور په مړ کولو بوخت دي، چې په‌کې یو کس ټپي شوی دی.

تېره ورځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې د روسیې په بریدونو کې هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د اوکراین په دونېڅک ولایت کې د روسیې په توپچي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي او په دنیپروپتروفسک ولایت کې ۸ نور ټپیان شوي دي.

اوکراین په وروستیو کې د روسیې د تېلو پر تاسیساتو بریدونه تیز کړي چې په ترڅ کې یې په سن پېټرزبرګ کې د تېلو یو ټرمینل هم په نښه کړی دی.

ولسمشر زلنسکي وایي دا بریدونه دوی ته وړتیا ورکوي چې جګړه په مساوي موقف کې پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب خبرې اترې په ټپه درېدلې دي، ځکه واشنګټن دا مهال له ایران سره پر روانه شخړه تمرکز کړی دی.