د اروپا په پارلمان کې د سوسیالېستانو مشرې «ایراتکس ګارسیا»، د اروپايي ټولنې پر کمیسیون په کلکه نیوکه کړې چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یې د طالبانو استازي بروکسل ته بللي دي.
هغې ټینګار وکړ چې افغان ولس باید د طالبانو د کړنو تاوان ورنکړي او زیاته یې کړه: «موږ باید هر هغه څه وکړو چې په توان کې مو دي، ترڅو د طالبانو د رژیم تورې دورې ته د بېرته ګرځېدو مخه ونیسو.»
ګارسیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې وکړې او ویې ویل، دا د شرم خبره ده چې اروپا نن له هغو کسانو سره مذاکره کوي چې نجونې له زده کړو محروموي او ښځې په کورونو کې زنداني کوي.
هغې خبرداری ورکړ که اروپايي ټولنه د هغو کسانو کوربه توب وکړي چې «جنډر اپارتاید» (جنسیتي تبعیض) پلي کوي، نو دا د اروپا په ارزښتونو تېری او له هغې سره لوی خیانت دی.
د یورو نیوز د راپور له مخې، دا بلنه د سوېډن د عدلیې وزارت او د اروپايي ټولنې د داخلي چارو د ادارې لخوا په ګډه د ۲۰ هېوادونو په غوښتنه د کډوالو د بېرته ستنولو د تخنیکي خبرو په موخه شوې ده.
بل پلو، د اروپا د پارلمان ځینو نورو استازو او د بشري حقونو سازمانونو هم خبرداری ورکړی چې دا ډول ناستې ښايي په غیرمستقیم ډول طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په مانا وي.
د اروپايي کمیسیون ویاند مارکس لامرټ تایید کړې چې دا بلنه یوازې په تخنیکي کچه د کډوالو د بېرته ستنولو د همغږۍ لپاره ده، خو چپاړخو ګوندونو ګواښ کړی چې دا موضوع به د اروپا د پارلمان په عمومي غونډه کې د بحث لپاره په کلکه راپورته کړي.
