د کابل یو شیعه دیني عالم خبرداری ورکوي، چې د جعفري مذهب سپکاوی او همداراز د طالبانو له لوري د شیعه دیني عالمانو سپکاوی او رټل به په افغانستان کې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي.
حسینداد شریفي، چې څه موده وړاندې د طالبانو له لوري له پلټلو وروسته سپکاوی ورته شوی و، وایي چې طالبانو لسګونه شیعه دیني عالمان، چې موقته نکاح یې تړلې وه، پلټلي، د زندان ګواښ یې ورته کړی او هم یې ترې ژمنې اخیستې چې د موقتې نکاح خطبه به نه لولي.
دغه دیني عالم زیاتوي چې طالبان له شیعه عالمانو سره د مجرمانو په څېر چلند کوي.
