افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه میندې او ماشومان له خوارځواکۍ رنځیږي

انځور- ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په خپل تر ټولو نوي راپور کې ویلي، چې افغانستان دا مهال د خوارځواکۍ یا سوءتغذیه له بې‌ساري او ریکارډ کچې سره مخ دی او همدا اوس په هېواد کې نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان له دغې ناروغۍ رنځ وړي.

دغه بنسټ وایي چې په هېواد کې پر خلکو فشارونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي؛ له پاکستان سره د فرعي او اصلي لارو تړل کېدل، پرله‌پسې سېلابونه او زلزلې، او د بشري مرستو د بودیجې سخت کمښت هغه لاملونه دي چې وضعیت یې له پخوا څخه ډېر خراب کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، په نړیواله کچه د تېلو د بیو لوړېدل او د منځني ختیځ د جګړو له امله د تدارکاتي لارو ګډوډېدل، په افغانستان کې د دغې ادارې مرستندویه عملیات د نړېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۵۰۰ زره نور افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي او د تېر کال له ۲.۸ میلیونه راستنو شویو کډوالو سره یوځای شوي دي.

دغه کورنۍ په داسې سیمو کې مېشته کېږي چې پخپله اوسېدونکي یې هم له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال کارل اسکائو افغانستان ته له سفر وروسته وویل: « میاشتې کیږي چې موږ د خطر زنګ کړنګوو. ما پدې اونۍ کې له داسې میندو او ماشومانو سره وکتل چې د ننګرهار په حصار شاهي کمپ کې د خوړو نړیوال پروګرام کلینیک ته د رسېدو لپاره یې تر دوو ساعتونو زیات پلی مزل کړی و، خو دا چې زموږ د مغذي موادو زېرمې خلاصې شوې وې، هغوی خالي لاس بېرته رخصت شول. دغه کورنۍ خواړه، سرپناه او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.»

دغه بنسټ ټینګار کړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو حیاتي مرستو د دوام لپاره سمدستي ۳۵۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ بودیجې ته اړتیا لري.