د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي «یو شیایویونګ» تایید کړې چې په وروستیو ورځو کې یې د امیرخان متقي په ګډون له طالب چارواکو سره د «ارومچي» خبرو اترو د بهیر په اړه لیدنې کړي او دواړه لوري سولې ته همکارۍ ته چمتو دي.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «دواړو لوریو د ارومچي بهیر مثبت وارزاوه او د سولې، امنیت او ګډې پراختیا لپاره همکارۍ ته چمتو دي.»
تر دې وړاندې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې امیرخان متقي له یو شیایویونګ سره لیدلي او د خبرو اصلي محور په ارومچي ښار کې له پاکستان سره د پیل شوي بهیر پرمختګونه وو.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سیمه ییز امنیت او د ارومچي مذاکراتو پر جزییاتو جامع بحثونه شوي دي.
د طالبانو په وینا، د چین استازي ټینګار کړی چې د دغه بهیر راتلونکی پړاو باید پر «عملي پایلو» متمرکز وي او د دې هدف لپاره باید د طالبانو او پاکستان ترمنځ «جدي تعامل، باور جوړونه او تفاهم» رامنځته شي.
د ارومچي ناسته د چین په کوربهتوب د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ خبرې اترې وې چې د تېرې اپریل میاشتې په اوږدو کې د چین د سینکیانګ ایالت په مرکز ارومچي ښار کې د یوې اوونۍ لپاره جوړه شوې وه. د دغو مذاکراتو اصلي موخه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي کړکېچونو کمول او د دواړو لوریو امنیتي اندېښنو ته رسېدنه وه. دا خبرې د وري له ۱۲مې تر ۱۹مې پورې په «رغنده فضا» کې ترسره شوې وې.
