بشري حقوق

د بریتانیا استازی: د نجونو د زده‌کړو له حق څخه د نارینه‌وو ملاتړ «حیاتي» دی

ریچارد لندسی نماینده ویژه بریتانیا در امور افغانستان

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی، ریچارډ لندسي وایي چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو له حق څخه د افغان نارینه‌وو ننګه او ملاتړ، د داسې راتلونکي لپاره چې ټول افغانان په کې پرمختګ وکړي، «حیاتي» ارزښت لري.

ښاغلي لندسي د زده‌کړو د برخې فعال، مطیع‌الله ویسا ته د ۲۰۲۶ کال د «ازادۍ جایزې» د ګټلو له امله د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، د نوموړي دا بریا دا رایادوي چې افغان نارینه د خپلو خویندو او لورانو ترڅنګ ولاړ دي.

د بریتانیا ځانګړي استازي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «مطیع‌الله ویسا ته د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې د ګټلو مبارکي وایم.»

نوموړي زیاته کړې: « د هغه زړورتیا موږ ته رایادوي چې د نجونو د تعلیم له حق څخه د افغان نارینه‌وو ملاتړ د داسې یوې راتلونکې لپاره خورا مهم دی چې ټول افغانان په کې نېکمرغه شي.»

مطیع‌الله ویسا چې په افغانستان کې د زده‌کړو د حق، په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم یو له مخکښو مدافعانو شمېرل کېږي، د فرانسې د نورماندي سیمې له لوري د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې ګټونکی اعلان شو.

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو د رایې ورکولو په بهیر کې برخه اخیستې وه او ویسا یې د دغې جایزې د اتم پړاو د ګټونکي په توګه غوره کړی دی.

ویسا د «قلم لار» ټولنې بنسټ اېښودونکی دی؛ دغه بنسټ له زرګونو رضاکارانو سره یوځای د افغانستان په محرومو او لیرې پرتو سیمو کې د پوهنې د عامولو لپاره کار کوي. نوموړي دا مبارزه په ۱۷ کلنۍ کې پیل کړې وه او په دې لار کې یې د زندان شپې او ورځې هم ګاللې دي.