د ډیلاویر ایالت څخه د امریکا د سنا غړي کریس کونز ویلي چې له قطر څخه د کانګو جمهوریت ته د امریکا د افغان جګړې د متحدینو انتقال، یا هغوی د طالبانو واکمنۍ ته بېرته ستنول، د ډونالډ ټرمپ لخوا یو «بزدلانه خیانت» دی.
هغه پر «اېکس» د نیویارک ټایمز د راپور په شریکولو سره لیکلي چې د امریکا د ولسمشر لپاره وفاداري «یوازې یو اړخیزه لاره» ده.
دغه امریکايي سناتور ټینګار کړی، هغه افغان وګړي چې د امریکا متحدین بلل کېږي، ۲۰ کاله یې خپل او د کورنۍ د غړو د ژوند په خطر کې اچولو سره له متحده ایالاتو او د دغه هېواد له پوځ څخه ملاتړ کړی دی.
نوموړي لیکلي: «هغوی داسې هېواد ته تبعیدول چې هیڅکله یې پکې ژوند نه دی کړی او یا د طالبانو لاس ته د مرګ کندې ته لېږل، د داسې یو ولسمشر له لوري بزدلانه خیانت دی چې وفاداري ورته یوازې یوه یو اړخیزه لار ده.»
تر دې وړاندې نیویارک ټایمز د سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره داسې خبرې اترې کوي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې متحدین، چې اوس مهال په قطر کې په یوه کمپ کې مېشت دي، د کانګو جمهوریت ته انتقال کړي.
سره له دې، په متحده ایالاتو کې د افغان پناه غوښتونکو ملاتړې ادارې «افغان ایوک» ویلي چې په دغه کمپ کې ۱۱۰۰ تنه د امریکا افغان متحدین ځای پر ځای دي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال قطر ته لېږدول شوي وو.
د دې ادارې په وینا، د امریکا د جګړې د دغو متحدینو په منځ کې له ۴۰۰ ډېر ماشومان هم شته او ډېری دا کسان ژباړونکي، د کمانډو ځواکونو غړي او د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړي دي.
افغان ایوک ټینګار کړی چې د ټرمپ ادارې تر دې وړاندې دغو متحدینو ته افغانستان ته د بېرته ستنېدو بله لاره وړاندیز کړې وه، چې د «طالبانو لخوا د غچ اخیستنې» خطر په کې موجود دی.
