سوداګري

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړ

نورالدین عزیزی د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دوشنبې په سهار د یو نړیوال صنعتي نندارتون لپاره ازبکستان ته لاړ، چې پکې د افغانستان محصولات هم نندارې ته وړاندې کېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه نندارتون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د «اینوپروم منځنۍ اسیا» تر سرلیک لاندې جوړ شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه نندارتون کې د افغانستان څخه د پنبې، سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخه کې شاوخوا ۶۰ شرکتونو ګډون کړی دی.

د دغه نندارتون موخه د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ترمنځ د صنعت، پرمختللې ټکنالوژۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پراختیا ښودل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله، له دغه هېواد سره سوداګریزې لارې چې د افغانستان لپاره مهمې وې، تړل شوې دي؛ هغه اقدام چې په هېواد کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل هم شوی دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل چې د ځینو خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله تر ۴۷ سلنې پورې لوړې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې سره له دې چې بازارونه فعال دي، خو د ترانسپورتي لګښتونو زیاتوالی او د اکمالاتي لارو بدلون، د بیو پر لوړېدو او خلکو ته د توکو پر لاسرسي فشار دوام لري.