د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له ترکیې غوښتي چې د افغانستان د درملو په برخه او تولید کې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه موضوع نورالدین عزیزي د «ترکیې د انتالیا د پنځم ډیپلوماتیک فورم» په څنډه کې د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، «د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، د سوداګرۍ د کچې لوړول او د صنعت، کانونو او کرنې په سکتورونو کې د پانګونې د جلبولو لپاره په افغانستان کې موجود ظرفیتونه» د دې لیدنې د بحث له مهمو مواردو څخه وو.
طالبان وايي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیر په دې لیدنه کې د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر څخه غوښتي چې په ټولو هغو نندارتونونو کې ګډون وکړي چې په دغه هېواد کې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو یوې نوې څېړنې ښودلې چې د افغانستان اقتصاد له مزمن سوداګریز کسر سره مخ شوی دی.
دغه راپور ښیي چې دغه سوداګریز کسر له ۹.۵ میلیارد ډالرو څخه اوښتی او په ورته وخت کې د نړیوالو مرستو کمېدو، د بېوزلۍ د زیاتېدو او ټولنیز بېثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
دا څېړنه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او د دغه سازمان د سوداګرۍ او پراختیا بنسټ لخوا په ګډه د افغانستان د اقتصاد په اړه ترسره شوې او دا یې هم ښودلې چې هېواد په وروستیو کلونو کې له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ شوی دی.
د دغه راپور د موندنو پر بنسټ، د افغانستان سوداګریز کسر په ۲۰۲۳ میلادي کال کې له ۶.۷ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې له ۹.۵ میلیارد ډالرو څخه زیات شوی دی.
په راپور کې راغلي: «د افغانستان اقتصاد له یو مزمن سوداګریز کسر سره مخ دی چې په ۲۰۲۴ کال کې ۹.۵۶ میلیارد ډالرو ته ورسېد؛ دا رقم په ۲۰۲۳ کال کې ۶.۷۲ میلیارد ډالره و. د دغه کسر زیاتوالی د کورنیو غوښتنو د پوره کولو لپاره د کافي تولید په برخه کې د افغانستان محدود ظرفیت ښیي.»
دغه څېړنې ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصاد په شدت سره پر نړیوالو مرستو تکیه دی، په داسې حال کې چې دغه مرستې په چټکۍ سره د کمېدو په حال کې دي.
د راپور د لیکوالانو په باور، د دغه وضعیت دوام کولی شي جدي پایلې ولري.
