د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(یو این ایچ سي ار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې ۲۰۲۵ کال په سمندر کې د روهینګیايي کډوالو د تګ راتګ لپاره تر ټولو مرګونی کال ثابت شوی دی.
د راپور له مخې، تېر کال نږدې ۹۰۰ روهینګیايي کډوال په انډامان سمندر او د بنګال په خلیج کې مړه یا لادرکه شوي دي.
د UNHCR ویاند بابر بلوچ په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې تېر کال شاوخوا ۶۵۰۰ روهینګیايي کډوالو د سمندر له لارې د سفر هڅه کړې وه، چې له هغې جملې څخه له هرو اوو کسانو څخه یو یې مړ شوی یا لادرکه شوی دی.
دا ارقام ښيي چې دا په ټوله نړۍ کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د سمندري سفرونو په پرتله د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده.
دغه کډوال ډېری وخت په زړو او خطرناکو کښتیو کې د اندونیزیا او مالیزیا په لور د تګ هڅه کوي ترڅو له ناوړه بشري وضعیت څخه ځان وژغوري.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د سیمې له هېوادونو غوښتي چې په سمندر کې د دغو کډوالو د ژغورلو لپاره ګډې هڅې وکړي ترڅو په راتلونکي کې د داسې انساني غمیزو مخه ونیول شي.
