له بدخشان څخه سرچینو آمو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د غړو ترمنځ په یوه خپلمنځي نښته کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د سرچینو په وینا، «رحمتالله امارتي» او «حاجي صفا» په بدخشان کې د طالبانو له هغو کسانو څخه دي چې له یو بل سره یې نښته کړې او په دې پېښه کې یې دوه تنه افراد د محمد سلیم او محمد عوض په نومونو وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې د طالبانو غړو تر دې وړاندې هم څو ځلې له یو بل سره نښتې کړې دي او په هغو کې یې تر اوسه څو تنه غړي وژل شوي دي.
په یوې پېښه کې چې د تېر کال د لړم په میاشت کې رامنځته شوه، د بدخشان په شهر بزرگ ولسوالۍ کې د نا سیمه ییزو طالبانو او د طالبانو د کانونو د پخواني رئیس او ځايي قوماندان عبدالرحمان عمار ترمنځ کړکېچ د څو ورځو لپاره دوام وکړ.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د دغې پېښې په تعقیب وویل چې په دغو نښتو کې یو تن وژل شوی، خو زیاته یې کړه چې دا نښته له یوې «۱۲ کسیزې» ډلې «وسلهوالو» سره شوې وه.
هغه همداراز زیاته کړه چې د دغې ډلې مسوول فرد — چې د سرچینو په وینا، د طالبانو ځايي قوماندان عبدالرحمان عمار و نیول شوی دی.
خو هغه مهال سرچینو آمو ته وویل چې دغه طالب قوماندان نه دی نیول شوی او له خپلو کسانو سره غره ته تللی دی.
