ایمرجنسي روغتون اعلان کړی چې په افغانستان کې یوې مېرمنې په یو ځل پنځه ماشومان نړۍ ته راوړي دي.
دغه روغتون پرون (دوشنبه، د حمل ۱۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د مور او پنځه واړه ماشومانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د روغتون د معلوماتو له مخې، دا ماشومان د وخت څخه وړاندې او د ۳۰ هفتو ول چې زیږېدلي، که څه هم د وزن له اړخه کمزوري دي، خو دا مهال تر ځانګړې پاملرنې لاندې دي او روغتیا وضعیت یې د رضایت وړ ښودل شوی دی.
په خپره شوې اعلامیه کې دا پېښه د ولادي برخې لپاره یوه “ځانګړې شېبه” بلل شوې او هیله ښودل شوې چې دا ماشومان په سوله او ارامۍ کې لوی شي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د جوزجان ولایت د فیضاباد ولسوالۍ یوې اوسېدونکې په مزارشریف کې پنځګوني ماشومان زیږولي وو، خو له بده مرغه یو ماشوم یې تر زیږېدو وړاندې ساه ورکړې وه.
په افغانستان کې د پرمختللو روغتیایي اسانتیاوو د کمښت له امله، د څوګونو ماشومانو زیږون تل د میندو او ماشومانو لپاره له ګڼو ننګونو او خطرونو سره مل وي.
