افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د مرکزي اسیا د اتلولۍ جام په چوکاټ کې، د قرغزستان پر وړاندې ډګر ته وځي.
دا لوبه نن دوشنبه، د حمل په ۱۷مه، د کابل پر وخت کټ مټ ماسپښین په ۱:۳۰ بجې په تاشکند کې ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې دا په ۲۰۲۶ کال کې د مرکزي اسیا د اتلولۍ په جام کې د هېواد د ۱۷ کلنو ځوانانو لومړنۍ لوبه ده.
تر دې وړاندې دغې لوبډلې د ازبکستان په تاشکند ښار کې خپله تمریناتي لوبه هم ترسره کړې وه.
د ویلو ده چې دغه اتلولۍ جام د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو د لوبډلو په ګډون په تاشکند ښار کې پیل شوی دی.
دا سیالۍ د حمل په ۱۶مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به دوام وکړي.
