کډوالي

له ۱۵۰ ډېر هېوادوال د پاکستان له زندانونو ازاد شول

انځور- سپین بولدک کې د پاکستان له زندانونو ازاد شوی کډوال

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې ۱۵۵ تنه هېوادوال د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادو هېوادوالو تر یوې میاشتې ډېر وخت په زندان کې تېر کړی و؛ خو د هغوی د زنداني کېدو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې له دې یوه اونۍ وړاندې هم ۴۲۶ تنه هېوادوال د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي وو.

له دې سره سره، تل د هېواد بهر، په ځانګړې توګه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغان زندانیانو وضعیت ته د نه پاملرنې په اړه نیوکې شتون لري.

ځینې کارپوهان د مشروع دولت نشتوالی او خلکو ته د ځواب وینې نشتون په نورو هېوادونو کې د افغان زندانیانو د بې‌سرنوشتۍ اصلي لاملونه بولي.