سیاست

اسوشیتد پرس: په چین کې د طالبانو او پاکستان مذاکرات نن پنجشنبه هم دوام لري

انځور چین کې د طالبانو د مذاکراتو د پلاوي غړي

اسوشیتد پرس د دوو پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې له طالبانو سره د پاکستان مذاکرات په چین کې نن پنجشنبه د حمل ۱۳مه هم دوام لري.

د دغو مذاکراتو لومړی پړاو تېر ماښام د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ د “ارومچي” په ښار کې ترسره شو. چین د دواړو لورو ترمنځ له اونیو نښتو وروسته د یوه تلپاتې اوربند د ټینګښت لپاره د منځګړي رول لوبوي.

په داسې حال کې چې پرون دا مذاکرات روان وو، طالبانو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان پر خاوره یې ډزې کړي او یو تن پکې وژل شوی دی.

چین تر اوسه د دغو مذاکراتو په اړه څه نه دي ویلي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبرې اترې نه تایید او نه هم رد کړي دي.

خو یوه طالب چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اسوشیتد پرس ته ویلي چې په ارومچي کې د دوی په پنځه کسیز پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت دوه تنه، د دفاع وزارت یو تن، د کورنیو چارو وزارت یو تن او د استخباراتو د ادارې څخه یو تن شامل دي.

تر دې وړاندې سرچینو آمو ته ویلي وو چې په دې پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه محب‌الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت څخه عارف‌الله، د دفاع وزارت څخه روح‌الله عمر او د استخباراتو ریاست څخه یحیی تکل شامل دي.

په ارومچي کې دا خبرې اترې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د یوې احتمالي هیلې په توګه کتل کېږي.

پاکستاني سرچینو زیاته کړې چې دا مذاکرات ښايي څو ورځې دوام وکړي او دا د دواړو لورو ترمنځ یوازې د سولې د یوې پروسې پیل دی.