لویدیځه اسیا

ټرمپ: په ایران کې خپلو پوځي موخو ته نږدې شوي یو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه ملت ته په خپله ټلوېزیوني وینا کې وویل چې امریکايي ځواکونو په ایران کې خپلې موخې نږدې بشپړې کړې دي، خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې کومه ځانګړې نېټه ونه ښودله.

ټرمپ په خپله ۱۹ دقیقه یي وینا کې وویل چې امریکا د ایران سمندري او هوايي ځواکونه له منځه وړي او د دغه هېواد د بالستیک توغندیو او اټومي پروګرامونو ته یې سخت زیان اړولی دی.

هغه زیاته کړه چې امریکا به په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې په ایران کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او دا دنده به “ډېر ژر” بشپړه کړي.

ټرمپ ګواښ وکړ چې که ایراني مشران په مذاکراتو کې د امریکا شرایط ونه مني، جګړه ښايي نوره هم تېزه شي او د ایران د انرژۍ او تېلو پر بنسټونو به بریدونه وشي.

هغه وویل: «موږ به په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې پر هغوی خورا سخت بریدونه وکړو. موږ به هغوی بېرته ډبرینې دورې ته ورسوو، چېرته چې د دوی ځای دی.»

ټرمپ د تېلو د بیو لوړېدو په اړه د امریکایانو اندېښنو ته په اشارې سره وویل چې دا یو لنډمهاله قرباني ده او پړه یې پر ایران واچوله.

هغه ادعا وکړه چې ایران د ګاونډیو هېوادونو د تېلو پر ټانکرونو “ليوني بریدونه” کړي چې له امله یې بیې لوړې شوې دي.

دا وینا په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او اسرائیل لخوا پر ایران د پیل شوې جګړې پنځمه اونۍ ده او په امریکا کې د دې جګړې په وړاندې د خلکو مخالفتونه مخ په زیاتېدو دي.