د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۱۰ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د جزایي اصول‌نامې له توشېح وروسته، تازه د دویم ځل لپاره څو تنه، طالبانو ته د سپکاوي په تور په دُرو له وهل کېدو وروسته بندیان شوې دي.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي، چې په جوزجان ولایت کې شپږ تنه په دُور وهل شوي چې له ډلې یې څو تنه طالبانو ته د سپکاوي په تور په دغې سزا له محکومېدو وروسته بندیان شوې هم دي.

د طالبانو دغې کړنې یو ځل بیا د بشري حقونو د فعالانو او د حقوق‌پوهانو غوسه او نیوکې راپارولې دي.