د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۵ – د ۸ بجو خبرونه

د مسکو د نړیوال امنیتي فورم لومړی غونډه نن د طالبانو د استازي په ګډون پیل شوه.

د طالبانو د دفاع وزارت وایي، چې د دوی د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، په دغه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.

د روسیې د ملي امنیت شورا ویلي چې د نړۍ او سیمې له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه ۱۸۰ پلاوي دې فورم ته بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې لوړپوړو چارواکو څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې زرګونه ترهګر د لسګونو ډلو تر چتر لاندې حضور او فعالیت لري.