د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۴ – د ۸ بجو خبرونه

تېره ورځ د کابل په زړه کې یوه مرګونې وسله ‌واله نښته رامنځته شوه.

په دې نښته کې د هېواد د ولسي جرګې د پخواني غړي الله‌ګل مجاهد د زوی په ګډون، د هغه یو ساتونکی او دوه ملکي وګړي وژل شوي چې یوه ښځه هم پکې شامله ده.

طالبان دغه وسله ‌واله نښته تاییدوي او وایي چې د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي.