سیاست

فضل الرحمن: تر هغه چې پر افغانستان د سلطې فکر زموږ له ذهنونو ونه وځي، حالات به سم نه شي

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر، فضل الرحمن په تازه څرګندونو کې ویلي، تر هغه وخته چې د دغه هېواد د چارواکو له ذهنونو دا فکر بهر نه شي چې باید افغانستان تر خپلې سلطې لاندې ولري او هلته هیڅ حکومت د دوی له خوښې پرته جوړ نه شي، »اوضاع به سمه نه شي.«

نوموړي د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان کې یوې خبري غونډې ته وویل، پاکستان باید پر یوه ازاد، باثباته او خپلواک افغانستان تمرکز وکړي او هڅه وکړي چې په دې برخه کې خپلې تېرې قربانۍ یوې بریالۍ پایلې ته ورسوي

دغه پاکستاني مذهبي-سیاسي څېرې د یوې پوښتنې په راپورته کولو سره وویل: «موږ دا هم پوښتو چې ولې زموږ ۷۷ یا ۷۸ کلنې ډیپلوماټیکې هڅې د افغانستان په وړاندې تر اوسه ناکامې دي؟ دا یوه تلپاتې پوښتنه ده.»

نوموړي زیاته کړه« دا کافي نه ده چې ووایو موږ ډېره هڅه وکړه خو افغانانو ونه منله؛ مسئله دا نه ده، بلکې باید وپوښتو چې ولې یې ونه منله؟ ایا په دې ټولو ۷۷ کلونو کې یوازې هغوی تېروتنه کړې او موږ هیڅ غلطي نه ده کړې؟ دا موضوع باید په ملي کچه وڅېړل شي.»

فضل الرحمن زیاته کړه چې افغانستان یوازې د یوه حکومت نوم نه دی، یوازې د هغه څه نوم چې ده «اسلامي امارت» وباله هم نه دی؛ بلکې دا د دغه هېواد د خلکو نوم هم دی؛ د «افغان ملت» نوم دی

د هغه په وینا، د پاکستان د خلکو او افغان ملت ترمنځ اړیکې، پیوندونه، خپلوۍ او ټولنیز مشترکات شتون لري، د دې ټولو اړیکو په پام کې نیولو سره، باید دا هېواد د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر ټینګار وکړ: «دا چې تل د نظام بدلولو (رژیم بدلون) خبره وشي، ښايي دا په یوه نه ختمېدونکي لړۍ بدله شي

نوموړي دغه راز وویل« موږ د ظاهر شاه پر ضد د انقلاب ملاتړ وکړ، بیا کمونستي انقلاب راغی او موږ یې پر وړاندې جهاد وکړ، کله چې امریکا راغله، موږ هم ورسره ملګري شوو. وروسته هماغه امریکا خپله لاره بدله کړه او د مشرف په وخت کې موږ بیا د امریکا په جګړه کې ښکېل شوو. نن بیا هم د امریکا له غوښتنې سره سم حرکت کوو.»

فضل الرحمن زیاتوي: «دا څه ډول امریکا ده چې که پاکستان له هند سره جګړه وکړي، امتیاز یې ځان ته اخلي او وايي ما جګړه ودروله؛ خو که له افغانستان سره نښته وشي، وايي پاکستان سم عمل کوي او باید نور هم وکړي؟»

هغه وړاندې زیاته کړه چې دا موارد د امریکا «بد نیتي» ښيي او پاکستان باید د چا په دام کې ګیر نه شي. هغوی اوس په خپله په دام کې ګیر پاتې دي، له ستونزو سره مخ دي او بریا نه ترلاسه کوي. د پاکستان حکومت باید هر ګام په احتیاط سره پورته کړي او پارلمان په جریان کې وساتي.

دغه پاکستاني مذهبي-سیاسي مشر همداراز وویل: «وګورئ، ډیپلوماسي د حکومتونو او دولتونو کار دی، نه د ګوندونو. موږ کولای شو په ولسي اړیکو کې مرسته وکړو.»

هغه وویل« موږ ټول مسلمانان یو، د یو بل وروڼه یو او په یو بل پورې تړلي یو؛ خو پرېکړې باید د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو په پام کې نیولو سره وشي، نه د نړیوالو قدرتونو د غوښتنو پر بنسټ. دولتونه باید د خپلو خلکو د غوښتنې او اړتیا له مخې پرېکړه وکړي، نه د بهرنیو فشارونو پر اساس.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني پوځيانو هوايي بریدونه او له طالب ځواکونو سره پر فرضي کرښه نښتې پنځمې اونۍ ته ننوتلې دي

دواړه لوري په دې نښتو کې تر اوسه یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي؛ هغه ارقام چې په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدا

په همدې حال کې پاکستان د کوچني اختر په مناسبت د سعودي عربستان په غوښتنه یو اړخیزه اوربند اعلان کړ؛ خو دا اوربند هم له سرغړونو سره مل و. د هغه څه له پای ته رسېدو وروسته چې پاکستاني چارواکو یو اړخیزه اوربند بللی و، دغه هېواد فرضي کرښې ته په څېرمه سیمو کې د توغندیو ویشتل بیا پیل کړل او همداراز یې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د طالبانو پر قول اردو هوايي برید هم وکړ