د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې د جمعې په ورځ د هغو افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ په ناڅاپي ډول ودرول شوه چې قانوني اسناد یې نه لرل، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د پنجشنبې په ماښام د افغانستان له لوري په یو برید کې یو پاکستانی امنیتي ساتونکی ټپي شو
د تورخم دروازه د پنجشنبې په ورځ د هغو افغانانو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوې وه چې په پاکستان کې بند پاتې وو، خو دا لاره د تېرې فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د «غضب للحقی» په نوم عملیاتو له پیل سره سمه تړل شوې وه
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ امر، قریشي بدلون تائید کړې چې د تورخم دروازه بیګا نهه بجې بېرته د پاکستان له لورې وتړل شوه، هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي
د پاکستاني رسینو د راپورونو له مخې په تورخم کې امنیتي چارواکو ویلي چې پولې ته نږدې په «اول خان» پوسته کې د اېف سي د یوه سرتېري تر ټپي کېدو وروسته، ملېشه ځواکونه په لوړ خبرتیايي حالت کې دي. دا پېښه د پنجشنبې په شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې شوې ده.
د راپورنو له مخې په تورخم او د حمزه بابا ټرانزیټي نقطې سرچینو ویلي چې که څه هم د نادرا ، اېف آی اې، اېن ایل سي، پولیسو او نورو دولتي ادارو ټول کارکوونکي په خپلو دندو حاضر وو، خو هغوی ته لارښوونه وشوه چې د بې اسناده افغانانو راجستر کول سمدستي ودروي.
د سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۲۲۰ بې اسناده افغانان راجستر شوي او بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي وو.
امنیتي چارواکو نن وویل چې په تورخم کې د بهرنیو کډوالو د بېرته ستنېدو اسانتیاوې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله تړل شوې دي. هغوی ادعا کړې چې د “افغان لوري د توند چلند او غبرګون” له امله د کډوالو ستنول شوني نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه، له پاکستان څخه افغانستان ته له ۱۶۰ زره (۱۶۰۰۰۰) څخه ډېر کډوال راستانه شوي دي.
یاد سازمان زیاته کړې چې د تورخم دروازې پرانیستلو دا احتمال ډېر کړی چې د کډوالو د راستنېدو بهیر لا ګړندی شي، اټکل کېږي چې شاوخوا ۱.۹۲ میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي او د هغوی د ډېر شمېر د راستنېدو احتمال شته.
