د اسوشیتد پرس د راپور له مخې د ټرمپ ادارې ایران ته د ۱۵ مادو لرونکې د اوربند یوه طرحه وړاندې کړې ده او دا وړاندیز په داسې حال کې کېږي چې امریکایي پوځ په منځني ختیځ کې د خپلو ۵۰ زره مېشتو سرتېرو ترڅنګ د ۱۰۰۰ نورو اضافي سرتېرو لېږلو ته هم چمتووالی نیسي.
دغه طرحه د پاکستاني منځګړو له لارې ایران ته سپارل شوې او پاکستان وړاندیز کړی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د نویو مذاکراتو کوربه توب وکړي.
پنټاګون همدا اوس سیمې ته د دوو سمندري واحدونو پر لېږلو بوخت دی چې ورسره به شاوخوا ۵۰۰۰ نور سرتېري او په زرګونو ماڼوګان ورسېږي او دا ګامونه ټرمپ ته د راتلونکو پرېکړو لپاره اعظمي انعطاف ورکوي.
بلخوا اسرائیلي چارواکي، چې د جګړې پر دوام یې ټینګار کاوه، د اوربند د دې طرحې له وړاندې کېدو حیران شوي دي.
ټرمپ پرون وویل چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې روانې دي، خو ایران تر اوسه د هر ډول مذاکراتو کېدل رد کړي او په ورته وخت کې پر ایران هوايي بریدونه دوام لري او ایراني توغندي پر اسرائیلو او نورو سیمهییزو موخو ویشتل کېږي.
د ایران له لوري د هورمز تنګي تړل کېدو د نړۍ پر اقتصاد او د تېلو پر بیو بد اغېز کړی، خو ټرمپ ویلي چې د ایران د برېښناکوټونو د ویشتلو ګواښ یې د ډیپلوماسۍ لپاره ځنډولی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هېواد یې د مانا لرونکو خبرو تسهیل ته چمتو دی او امریکا په اصل کې په پاکستان کې په دغو خبرو کې ګډون منلی دی.
ویل کېږي چې د امریکا له لوري به سټیو ویټکوف او د ټرمپ زوم جارېد کوشنر په دغو خبرو کې برخه واخلي.
هممهاله په سیمه کې جګړه سخته شوې؛ اسرائیلو پر بیروت بریدونه کړي او ایران پر اسرائیلو د توغندیو څو څپې بریدونه کړي چې مرګژوبله یې اړولې ده.
په بحرین کې د متحده عربي اماراتو یو قراردادي وژل شوی او لبنان هم د ایران سفیر له خپلې خاورې ایستلی دی.
