لویدیځه اسیا

روسیه: کاسپین سمندرګي ته د ایران د جګړې غځېدل زموږ لپاره د سختې اندېښنې وړ دي

انځور- له ارشیف څخه د کرملین ویاند دیمتری پسکوف

د کرملین ویاند ډیمیتري پسکوف د سې شنبې په ورځ وویل، روسیه به کاسپین سمندرګي ته د ایران د جګړې هر ډول غځېدلو ته په «خورا منفي» نظر وګوري.

دا وروسته له هغه چې اسرائیلو تېره اونۍ وویل، پوځ یې په کاسپین سمندرګي کې د ایران پر سمندري ځواکونو بریدونه کړي او د توغندیو د لېږدونکو کښتیو په ګډون یې په لسګونو موخې ویشتلې دي، یوه نظامي ویاند ویلي وو چې اسرائیل په دغه سیمه کې د ایران سمندري وړتیاوې له منځه وړي دي

روسیه او ایران، چې تېر کال یې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی و، دواړه له کاسپین سمندرګي سره ګډه پوله لري

پسکوف د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د وضعیت په اړه وویل چې کرملین د دواړو لورو متضادې څرګندونې څاري

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ایران پر برېښنايي شبکې د برید ګواښ د پنځو ورځو لپاره وځنډاوه او ویې ویل چې له ایراني چارواکو سره یې «رغنده» خبرې کړې دي.

ټرمپ ویلي وو چې دا خبرې له یو «لوړپوړي کس» سره روانې دي، خو هغه کس مذهبي مشر نه دی.

ایران که څه هم تر اوسه د دغو خبرو اترو ترسره کېدل ردوي، خو دغه راپورونه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو نوی هیله بښونکی پرمختګ بلل کېږي.

تر دې وړاندې ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروټ سوشل» کې په یو پوسټ کې ویلي و چې امریکا او ایران په تېرو دوو ورځو کې د منځني ختیځ د جګړې د «بشپړ او سرتاسري پای ته رسولو» په اړه «خورا ښې او رغنده» خبرې کړې دي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځ هیڅ ډول مستقیمې خبرې نه دي شوې

له بلې خوا امریکايي رسنۍ «اکسیوس» (Axios) راپور ورکړی چې ترکیې، مصر او پاکستان د سپینې ماڼۍ له استازي سټیو ویټکوف او په جلا توګه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي.