د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار وایي چې هېواد یې په «قاطع ډول» د ترهګرۍ د پدیدې د له منځه وړلو لپاره ژمن دی او د افغانستان په خاوره کې دننه بریدونه هم د همدې ژمنې یوه برخه ده.
نوموړي د «۲۳ مارچ، د پاکستان د ملي ورځې» په مناسبت په خپله اعلامیه کې، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ (BLA) د «هندوستان فتنه» او «د خوارجو فتنه» په توګه یاد کړل چې د پاکستان لپاره ګواښ دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې اعلامیه کې ویلي: «پاکستان د ترهګرۍ د پدیدې ریښو ایستلو ته په بشپړه توګه ژمن دی. په افغانستان کې دننه د پاکستان اقدامات د همدې هدف په لړ کې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې او د کابل په ګډون د افغانستان پر مختلفو برخو د دغه هېواد هوايي بریدونه، څلورمې اوونۍ ته داخل شوي دي. دواړه خواوې په دې نښتو کې یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي، خو دا ارقام په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
د دې جګړو پر مهال، پاکستاني جنګي الوتکو څو ځلې کابل او د هېواد سویلي ولایتونه بمبار کړي چې د راپورونو له مخې، په کې تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په ګډون «په لسګونو ملکي وګړي» وژل شوي دي.
پدې وروستیو کې پاکستاني الوتکو د کابل په ختیځ کې د روږدو کسانو یو روغتیایي مرکز هم بمبار کړ چې د «آمو» د موندنو له مخې په کې شاوخوا ۲۰۰ کسان ووژل شول.
که څه هم پاکستان د کوچني اختر څخه وړاندې ویلي وو چې د سعودي عربستان په غوښتنه څلور ورځنی یو اړخیز اوربند اعلانوي، خو دا اوربند هم په ځینو مواردو کې د توغندیزو او توپخانې بریدونو له امله مات شو.
د اختر د څلورمې ورځې په پای ته رسېدو سره د پاکستان اعلان شوی اوربند هم پای ته ورسېد؛ که څه هم تر اوسه فرضي کرښې ته څیرمه سیمو کې د څو توغندیزو بریدونو خبر ورکړل شوی، خو د اوربند له ختمېدو وروسته تر اوسه کوم نوی هوایي برید نه دی شوی.
