په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی عاصم افتخار احمد ادعا کوي چې هند تل په افغانستان کې د یو «اخلالګر» رول لوبولی دی.
هغه په اېکس (X) کې په یوه بیانیه کې ادعا کړې چې اسلاماباد په افغانستان کې د «سولې، ثبات او سوکالۍ په وده کې په مسوولانه ډول» برخه اخیستې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له ۱۴ شپو او ورځو راهیسې پاکستاني پوځیان د طالبانو له ځواکونو سره پر فرضي کرښه نښتې لري او په دې موده کې یې د پایتخت په ګډون د افغانستان ځینې برخې بمبار کړې هم دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا «یوناما» په وینا، د پاکستان په هوايي بریدونو کې د نورو تلفاتو ترڅنګ، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي تر دې وړاندې د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې ویلي وو چې هېواد یې د (ډېر زغم) وروسته، د افغانستان په ختیځو سیمو کې د «ترهګرو د کمپونو او اډو پر وړاندې عملیات» ترسره کړي دي.
هغه ادعا وکړه چې دا اقدامات متناسب او «یوازې د ترهګرو د اډو پر وړاندې» وو او تر هغه وخته به دوام ومومي چې د ترهګرو ډلو وړتیاوې کمزورې شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
طالب چارواکي وايي چې پاکستان باید خپلو امنیتي ناکامیو او داخلي ستونزو ته په خپله حللاره پیدا کړي او د خپلو ستونزو پړه پر افغانستان وانهچوي.
