ورزش

په سیمه کې د جګړو له امله ښایی د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبې و ځنډیږي

انځور- د کرکټ بورډ څخه

امریکایي رسنۍ «ای‌اس‌پی‌ن» راپور ورکړی چې ښایي د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د «وایټ بال» (شپږ اوریزو او یو ورځنیو) سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د مارچ له ۱۳مې تر ۲۵مې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، په سیمه کې د روانو نښتو له امله وځنډول شي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان او سریلانکا کرکټ بورډونو په دې اړه هوکړه کړې چې په سیمه کې اوسني وضعیت ته په کتو، په متحده عربي اماراتو کې د دې لوبو ترسره کول ممکن نه دي.

که څه هم تر اوسه کوم بورډ په رسمي ډول اعلامیه نه ده خپره کړې، خو د بدیلو لارو په اړه خبرې روانې دي. د راپور پر بنسټ، بل هېواد ته د لوبو لېږدول هم د لوجستیکي مشکلاتو له امله ستونزمن برېښي.

ټاکل شوې وه په دې لړۍ کې شپږ لوبې وشي؛ درې شل اوریزې لوبې په شارجه کې (مارچ ۱۳، ۱۵ او ۱۷) او درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې په دوبۍ کې (مارچ ۲۰، ۲۲ او ۲۵) ترسره شي.

دا به د ابراهیم ځدراڼ تر لوبډلمشرۍ لاندې د افغانستان لومړنۍ لوبې وای، چې په نړیوال جام کې د راشد خان پر ځای لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

سیمه‌ییزو جګړو د کرکټ پر نورو سیالیو هم سیوری غوړولی دی. تېره اونۍ په نیپال کې د عمان او اماراتو ترمنځ د نړیوال جام د دویم لیګ شپږ لوبې د لویدیځې اسیا د امنیتي وضعیت له امله وځنډول شوې.

همداراز، په هند او سریلانکا کې د شل اوریز نړیوال جام د یو شمېر ټیمونو سفرونه هم د هوايي حریمونو د تړل کېدو او الوتنو د محدودیتونو له امله له خنډ سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې، د ویسټ انډیز او سویلي افریقا ټیمونه له نړیوال جام څخه تر وتلو وروسته څو ورځې په کلکته کې پاتې وو او تمه ده چې د سه شنبې په ورځ له هغه ځایه لاړ شي.