په ایران کې د جګړې لمن په داسې حال کې دویمې اونۍ ته وغځېده چې لا هم د دې نښتې د پای ته رسېدو په اړه هېڅ روښانه لیدلوری نشته.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ډاګه کړې چې دی یوازې د تهران «بې قید او شرطه تسلیمي» مني؛ بلخوا اسرائیلو پر ایران او لبنان خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د ټرمپ دا څرګندونې د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وروسته له هغه خپرې شوې چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان وکړ چې ځینو هېوادونو د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي. خو ټرمپ دا هیلې مړاوې کړې او ویې لیکل: «له ایران سره به د بې قید او شرطه تسلیمۍ پرته بله هېڅ معامله ونشي!» هغه زیاته کړه چې تر تسلیمۍ وروسته به له خپلو متحدینو سره په ګډه د ایران د بیارغونې لپاره کار وکړي.
دې جګړې چې له ایران څخه بهر یې هم لمن غځولې، د نړۍ مالي بازارونه لړزولي او د تیلو بیې یې په بې ساري ډول لوړې کړې دي.
ایران په ځوابي بریدونو کې نه یوازې اسرائیل، بلکې په خلیج کې هغه هېوادونه هم په نښه کړي چې د امریکا پوځي اډې پکې دي.
متحده عربي امارات، کویټ، قطر، بحرین او سعودي عربستان ټولو د نویو ډرون او توغندیزو بریدونو خبر ورکړی دی.
اسرائیلو په لبنان کې هم خپله جګړه پراخه کړې او د جمعې په ورځ یې د بیروت په سویل کې پر یو شمېر سیمو درانه بریدونه وکړل.
تر دې وړاندې اسرائیلو د بیروت د نیمایي برخې د خالي کولو بې ساري امر کړی و.
د اسرائیلو پوځ ادعا کوي چې د ایران د هوايي دفاع ۸۰ سلنه سیسټمونه او ۶۰ سلنه د توغندیو توغونکي یې په لومړۍ اونۍ کې له منځه وړي دي.
بل خوا په تهران کې هم وضعیت کړکېچن دی. نن د شنبې په سهار د ایران ‘تسنیم’ خبري اژانس راپور ورکړ چې په تهران کې د ‘مهرآباد’ هوايي ډګر هم ویشتل شوی دی.
اسرائیل وايي چې ۵۰ جنګي الوتکو یې د ایران د رهبرۍ هغه پټنځای (بونکر) ویشتلی چې د وژل شوي مشر ایت الله خامنهيي د ویجاړ شوي کمپلکس لاندې موقعیت لري.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېره اونۍ کې د ایران د ملکي وګړو مرګ ژوبله خورا لوړه ده.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر، امیر سعید ایرواني ویلي چې د فبروري له ۲۸مې راهیسې په ایران کې ۱۳۳۲ کسان وژل شوي دي. په لبنان کې هم د بې ځایه شویو شمېر ۳ لکو ته رسېدلی او وضعیت هلته یو بشري ناورین ته نږدې شوی دی.
دننه په امریکا کې، ټرمپ د دفاعي شرکتونو له مشرانو سره لیدلي او هغوی یې هڅولي چې د وسلو تولید ګړندی کړي.
د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وايي چې امریکا د خپلو عملیاتو لپاره کافي وسلې لري او اټکل کوي چې دا عملیات به له څلورو تر شپږو اونیو پورې وخت ونیسي.
