منځنی ختیځ

د ایران او لبنان پر پلازمېنو د اسرائیلو پراخ بریدونه او د امریکا تازه خبرداری

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

د اسرائیلو پوځ د جمعې په سهار د ایران او لبنان پر پلازمېنو خورا شدید هوايي بریدونه پیل کړل. دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې امریکايي ځواکونو په سمندر کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو یوه لویه کښتۍ هم ویشتلې او اور یې اخیستې.

د امریکا د دفاع وزیر په وینا دا بمبارۍ به په راتلونکي کې نورې هم په بې ساري ډول زیاتې شي.

د اې پي خبري اژانس د راپور له مخې په تهران کې عیني شاهدانو ویلي چې د اسرائیلو د بریدونو غږونه خورا هیبتناکه وو او د ښار په ختیځو سیمو کې یې د خلکو کورونه لړزولي دي.

د اسرائیلو پوځ ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې یې د ایران ډېری هوايي دفاعي سیسټمونه او د توغندیو د توغولو مرکزونه له منځه وړي دي.

بل لور ته ایران هم په یو غبرګوني اقدام کې پر کویټ، قطر، سعودي عربستان او بحرین باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

دا هغه هېوادونه دي چې د امریکا پوځي اډې په کې مېشتې دي. که څه هم د دې بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته خو په سیمه کې یې لویه وېره خپره کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر خلکو غږ کړی چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او د خپل هېواد واګې بېرته لاس کې واخلي.

هغه ژمنه کړې چې امریکا به د هغو کسانو پوره ملاتړ او ساتنه وکړي چې د اوسني نظام پر وړاندې راپورته کېږي. ټرمپ دا هم ویلي چې دی غواړي د ایران د راتلونکي مشر په ټاکلو کې مستقیم رول ولري.

په لبنان کې هم وضعیت خورا کړکېچن دی او د بیروت په جنوبي سیمو کې د اسرائیلو لخوا لږترلږه یوولس ځله سختې چاودنې شوې دي.

د دې بریدونو له امله په زرګونو خلک له خپلو کورونو تښتېدلي او واټونه د موټرو له ګڼې ګوڼې ډک شوي دي. په لبنان کې د تازه نښتو له امله تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر له سلو اوښتی دی.

د ایران دولتي رسنیو ویلي چې په هېواد کې د رهبرۍ شورا یوه بیړنۍ ناسته کړې ده. په دې ناسته کې د نوي ستر لارښود د ټاکلو په اړه خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د رهبرۍ پورې اړوند یو شمېر ودانۍ هم د اسرائیلو او امریکا په ګډو بریدونو کې په نښه شوې دي.

د امریکا پوځي چارواکي وايي چې دوی د ایران د سمندري ځواکونو د بشپړ له منځه وړلو هوډ لري.

تر اوسه د ایران له دېرشو ډېرې جنګي کښتۍ ډوبې شوې دي. همدارنګه د امریکا یوې اوبتل د ایران یوه لویه بېړۍ په نښه کړې چې په کې لسګونه ایراني ماڼوګان وژل شوي دي.