د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او د پوځ لوی درستیز، عاصم منیر جنوبي وزیرستان ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا په خپلو توندو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوله یوازې هغه وخت راتلی شي چې د طالبانو رژیم د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو له ملاتړه په بشپړه توګه لاس واخلي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر یا (آی ایس پي آر) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، عاصم منیر چې د «واڼه» سیمې ته د امنیتي وضعیت د ارزونې او د خپلو ځواکونو د محاربوي چمتووالي د لیدنې لپاره تللی و، وویل چې د ډیورنډ کرښې له هاخوا څخه متوجه ګواښونه د منلو نه دي او دوی به یې د شنډولو لپاره له هر ډول پوځي امکاناتو کار واخلي.
هغه په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه چې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو کړنو لپاره د وسلوالو له خوا د افغانستان د خاورې کارول به بې ځوابه پاتې نه شي او په دې برخه کې به ټول اړین اقدامات ترسره کړي.
د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو د دغو تورونو په غبرګون کې تل ویلي چې دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.
د طالبانو ویاندویانو په ځلونو ټینګار کړی چې د پاکستان امنیتي ستونزې کورنۍ ریښې لري او اسلاماباد باید خپله ناکامي پر کابل ونه تړي.
د هغوی په وینا، د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه بې بنسټه دي او پاکستان باید د زورزیاتي او بې ځایه بمبارونو پر ځای، چې ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اوړي، خپلې ستونزې د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د افغانستان پر خاوره د دغه هېواد هوايي بریدونه نن اتمې ورځې ته داخل شول.
دواړه لوري ادعا کوي چې په دغو نښتو کې یې یو بل ته درنه مرګژوبله اړولې ده؛ هغه ارقام چې په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای.
د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د کابل او اسلاماباد اړیکې په دوامداره توګه خرابې شوې دي.
پاکستان په پیل کې د طالبانو له واکمنۍ ملاتړ وکړ او تمه یې درلوده چې نوی حکومت به د ټيټيپي او بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ په څېر د وسلهوالو ډلو په کابو کولو کې مرسته وکړي، خو برعکس، دغو ډلو په ټول پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
له بل پلوه د ناروې د کډوالو شورا (این آر سي) پر افغانستان د پاکستان هوايي او توپچي بریدونو ته په اشارې سره، چې تر دې دمه په کې ملکي وګړو ته هم زیانونه اوښتي، ویلي دي چې باید د ملکي وګړو ژوند خوندي وساتل شي
دې ټولنې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په کنړ ولایت کې د بېځایه شویو یو کمپ د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې په نښه شوی دی؛ دا هغه کسان دي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال په زلزله کې زیانمن شوي وو او دغه کمپ ته یې پناه راوړې وه.
